د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت د تطبیق په موخه د همغږۍغونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د ملاتړ ریاست له لوري د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹ کال د ۵۴۰۶ شمیرې هدایت د تطبیق په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه کې، چې صنعت او سوداګرۍ، مالیې، ټرانسپورټ او عدلیې وزارتونو، د ټرافیکو ریاست، د سټنډرډ ملي ادارې استازو او د امین نور د موټر جوړولو شرکت مسوولینو ګډون درلود، د جلالتمآب جمهور رئيس د هدایت مطابق له ښارونو پرته په کلیو، صنعتي او تفریحي پارکونو کې د امین نور صنعتي شرکت د جوړو شوو موټرو د کارولو لپاره د جواز سیر او نمبر پلیټ د ورکړې په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه به د ټرافیکو ریاست د امین نور صنعتي شرکت جوړو شوو ۲۰۰ موټرو ته په ذکر شوو ساحو کې د فعالیت لپاره د جوازسیر او نمبر پلیټ د توزیع لپاره طرزالعمل چمتو کوي او او امین نور شرکت به له دې وروسته خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو مطابق جوړوي، خو د معیارونو او علمي سټنډرنډونو د نه مراعت صورت کې به د یاد شرکت فعالیت توقف کیږي.