د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د ځینو موادو بدلون او د تحقق پروسې د چټکتیا په موخه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، د عدلیې، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د استازو او د چارو ادارې د کابینې د چارو د انسجام رئیس په ګډون د ۱۳۹۹ کال د (۳۵) شمیرې مصوبې د (۲) بند د تحقق پروسې د چټکتیا په موخه غونډه وشوه
ډاکټرعبدالکریم توتاخېل او د کابینې د چارو د انسجام رئیس وحید حلیم یار د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د اوولسمې مادې د تعدیل د څرنګوالي او دغه راز په ذکر شوې ماده کې د سنتیتیک اصطلاح د کارونې د بیا غور کولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د غونډې ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، پرېکړه وشوه، چې د دغه قانون د تعدیل طرحه کې له سنتیتیک اصطلاح مخکې د نشه یي توکو مختاړي اضافه او اوسنی متن تغییر شي.
پرېکړه وشوه، چې د عدلیې وزارت به د نشه یي توکو او مسکراتو د قانون ټول احکامو ته بیا کتنه کوي او د تعدیل وړ موارد، په ځانګړې ډول د قانون تخنیکي او تعریفي برخو د هغې ضمیمه یي جدولونو د وضاحت لپاره له ټولو اړوندو تخنیکي او تطبیق کوونکو ادارو سره شریک شي، په یو ټاکلي وخت کې د هغوی نظرونه را ټول او د نظریاتو د توحید او د طرحې د تدقیق وروسته د عدلیې وزارت د قانون ګذارۍ انستیتیوت کې یې د پړاوونو ترسره کولو اقدام وشي.