د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو ترسره کولو د څرنګوالي په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر او سیمه ییزو ارګانونو ادارې د استازي په ګډون د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د ټاکنو د پروسې د اهمیت په اړه د هېواد د جلالتمآب جمهور رئيس لیدلوری بیان کړ، د ولسواکۍ پروسې تمثیل او ملاتړ کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو نقش مهم وباله.
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د انسجام رئیس سید احمد خاموش د ولایتي شوراګانو او اداري پلاوي د ټاکنو د نه ترسره کیدو دلایل وړاندې کړل.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ وویل، کمیسیون د ولایتي شوراګانو او د اداري پلاوي د ټاکنو ترسره کیدو لپاره بشپړ تخنیکي چمتووالی لري خو د پروسې د سیاسي او امنیتي همکارۍ او انسجام کې د افغانستان د حکومت رول مهم دی.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د بهیر اړوند مسایلو د ډیر وضاحت په موخه یاددښت ترتیب او جلالتمآب جمهور رئیس ته ولیږل شي.