5 وری 1400
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د آغا خان انکشافي بنسټ سفير او د فرانسويانو روغتون (FMIC)د بورډ غړو سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د آغا خان پراختيايي بنسټ سفير، کابل کې د فرانسې سفارت له شارژدافير او د فرانسويانو روغتون (FMIC) د بورډ غړو سره د دغه روغتون د فعاليتونو او راتلونکو پراختيايي پلانونو په اړه خبرې وکړې.
کابل کې د فرانسويانو روغتون د بورډ غړو د چارو ادارې لوی رئیس سره د خپلو تر سره کړو فعاليتونو او انکشافي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې او د دغه روغتون د فعاليتونو د پراختيا طرحه شريکه کړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي افغانستان کې د فرانسويانو روغتون (FMIC) خدمتونه وستايل او ژمنه يې وکړه، چې هېواد کې د دغه بنسټ د پراختيايي پلانونو د عملي کولو لپاره به هر راز لازمې همکارۍ وکړي.