د داغمه وسایطو د جدول د ترتیب په اړه د کابینې د پرېکړې د تحقق پروسې د چټکتیا په موخه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې  لوی ریاست د کابینې د چارو د انسجام ریاست له لوري د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت لوی ریاست استازو په حضور کې د هېواد د دفاعي او امنیتي بنسټونو د داغمه وسایطو د جدول او نوملړ د ترتیب په تړاو د کابینې د پرېکړې د عملي کولو د چټکتیا په موخه ناسته وشوه.
غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د چارو د انسجام رئيس وحید حلیم یار د کابینې د ۱۳۹۹ کال د (۳۵)مې شمیرې مصوبې د (۲-۱۲) بند پریکړې په اړه د امنیتي او دفاعي بنسټونو استازو سره بحث او نظرونه شریک کړل.
دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د امنیتي او دفاعي ادارو استازي د کابینې د پرېکړې د تحقق پروسې د چټکتیا په موخه د داغمه جاتو جدول او نوملړ د شته ستونزو سره په یو تفصیلي طرحه کې ترتیب کړي او د ډیرې بررسۍ په موخه یې د ملي امنیت شورا دفتر ته وړاندې کړي.