28 کب 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د المان سفارت له شارژدافير سره د افغانستان د سولې ورستيو پرمختګونو او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي کابل کې د المان فدرالي جمهوريت د سفارت له شارژدافير ښاغلي ګريګوري بليديان سره وکتل.
دغه ليدنه کې دواړو لوريو د افغانستان روان وضعیت، د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او د سولې بهير کې رامنځته شوو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.