د‌ چارو ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيالې سره د افغانستان سولې بهیر کې د دغه سازمان د نقش په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د‌ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي له مرستیالې میرمن ميتي ندسن سره وکتل.
دواړو لوريو د افغانستان د سولې روانو خبرو او دغه راز مسکو او ترکيې کې د سولې په موخه جوړيدونکو ناستو کې د ملګرو ملتونو د پیاوړي رول په اړه خبرې وکړې.
د لیدنې په مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي مرستيالې هېواد کې د تاوتريخوالي په زياتیدو انديښنه څرګنده کړه.