د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې لپاره د ځمکې د ورکړې نهایي کولو مشورتي غونډه وشوه

 دا غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د کابېنې د چارو د انسجام رئیس وحید حلیم یار په مشرۍ د ښارجوړولو او ځمکو، مالیې او عدلیې وزارتونو د استازو او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د استازو په ګډون جوړه شوې وه. د غونډې موخه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د کاري دفتر لپاره د دولتي ځمکې د ورکولو په اړه د جلالتمآب جمهوررئیس د حکم د تعقیب او تطبیق و. په پېل کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو د دغه بنسټ لپاره د ورکړل شوې دولتي ځمکې او پخواني جوړ شوي تعمیر او دغه بنسټ لخوا د نوې جوړې شوې ودانۍ حقوقي او اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وکړې. د کابېنې د چارو د انسجام رئيس د ګډونوالو وړاندیزونه او حقوقي ملاحظات مهم وبلل، پرېکړه وشوه، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې لپاره د ځمکې د ورکولو حقوقي څرنګوالي په تړاو به جلالتمآب جمهور رئیس ته یو یادداشت ترتیب او د عالي مقام د هدایت مطابق به اجراات وشي.