د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د مصوبو د تحقق د وضعیت په تړاو له دولتي ادارو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام ریاست د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو، اوسپنې پټلۍ، ملي تدارکاتو ادارو، د جمهوري ریاست د پالیسي او سټراټيژۍ ادارې او حقوقي واحد، ملي پراختیا شرکت او د افغانستان د خونو د فدراسیون له استازو سره د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د مصوبو د تحقق وضعیت په اړه غونډه وشوه. د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسجام رئيس شاپور ژمن د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د مصوبو د نه تحقق په تړاو خبرې وکړې ویې ویل، دغه ریاست له جلالتمآب جمهور رئیس سره د عالي شوراګانو د مصوبو د تحقق او عدم تحقق راپور شریکوي. په غونډه کې د ادارو حاضرو استازو د جمهوري ریاست د عالی شوراګانو د مصوبو د نه عملي کیدو په اړه معلومات او دلایل شریک کړل. په پای کې پرېکړه وشوه، چې وزارتونه او ادارې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د مصوبو د تطبیق بهیر چټک کړي او د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام ریاست سره د عالي شوراګانو د مصوبو د نه عملي کیدو دلیلونه شریک کړي. دغه راز د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د مصوبو د تطبیق لپاره د دولتي ادارو ترمنځ همغږۍ ډېره شي.