د مدني ټولنې د انسجام او ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د یو شمېر مدني بنسټونو له استازو سره د مدني ټولنې د ښه انسجام او ستونزو ته د رسیدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه. د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس محبوب شاه محبوب له جمهوري نظام د ملاتړ برخه کې د مدني ټولنې د رغنده رول په تړاو خبرې وکړې او د نظام ساتلو، سولې او نورو ملي بهیرونو کې د مدني ټولنې د اهمیت او نقش په اړه د جلالتمآب جمهور رئيس لیدلوری بیان کر. ورته وخت کې د هېواد مدني فعالانو له خپل لوري له نظام، سولې پروسې او جمهوریت خپل ملاتړ اعلان کړ، د ځوانانو د بېکارۍ لوړ ګراف، په لویو سیاسي مسایلو کې د مدني فعالانو د نه ګډون او په مرکز او ولایتونو کې د حکومت او مدني بنسټونو ترمنځ فاصله خپلې عمده ستونزې یادې کړې او د حل برخه کې یې د حکومت د جدي همکاریو غوښتنه وکړه. د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس له جمهوریت او سولې بهیر څخه د مدني فعالانو د ملاتړ د دریځ هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د چارو اداره به د مدني ټولنې د ستونزو د حل وړاندیزونه د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي. په پای کې پرېکړه وشوه، چې د مدني فعالانو او حکومت د ګډ کار د ښه انسجام په موخه له چارو دارې سره د دغه ډول غونډو جوړول دوام وکړي.