25 کب 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د ولسي جرګې له لومړي مرستيال سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ولسي جرګې لومړي مرستيال احمد جاويد جيحون سره وکتل.
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د مقننه او اجرایه قواوو ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضلي وويل، د جلالتمآب جمهور رئيس د لیدلوري مطابق بايد د دولت د ټولو قواوو ترمنځ انسجام موجود وي او يو له بل سره له نږدې همکاري وکړي او حکومت په دغه برخه کې هڅې کوي، چې د دولت د درېيو قواوو ترمنځ اړيکې پراخې شي.