له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون له کميشنر سره د همغږۍ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام رياست له لوري له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ستر سلاکار عبدالسبحان روف او د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام رييس حضور کې د افغانستان د مشارکت د چارچوب سند (APF)په تړاو بحث او نظرونه شريک کړل.
د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان روف د افغانستان د مشارکت د چارچوب سند (APF) کې د مندرج ژمنو د تحقق د عمل پلان په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون کميشنر سيد محمد هاشمي غونډه کې د جينيوا کنفرانس د ژمنو د عملي کولو د عمل پلان د شاخصونو چې د ياد کميسيون اړوند کيږي، توضیحات او نظرونه وړاندې کړل.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام رئیس شاپور ژمن د ذکر شوي کميسيون د وړاندې شوو جزياتو او نظرونو په تړاو بحث وکړ ویې ویل، د چارو اداره د جينيوا کنفرانس د ژمنو د تحقق برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون سره همکاري کوي او لازم ملاتړ به يې وکړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون وړانديز شوي نظرونه به د غونډې د بحثونو په نظر کې نيولو سره د جينيوا کنفرانس د ژمنو د تطبيق د عمل پلانونو کې ځای پر ځای شي.