25 کب 1399
د چارو ادارې لوی رئيس د ناټو ملکي استازي سره د مسکو او انقرې د ناستو په اړه خبرې وکړې
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو سره وکتل.
دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو په تړاو بحث وکړ.
دغه راز د لیدنې په مهال د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو او انقره کې د جوړیدونکو ناستو په اړه نظرونه شریک کړل.