د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت او ستونزو د حل په موخه بحث وشو

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د علوم اکاډمۍ او لوړو زده کړو وزارت مسوولینو په ګډون د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت په اړه د جلالتمآب جمهوررئيس د حکم د تعقیب غونډه وشوه.
په پېل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل د علومو اکاډمۍ ادارې په تړاو د جلالتمآب جمهوررئيس لیدلوری او له دغې ادارې څخه د افغانستان په کچه د سترو علمي او څیړنیزو فعالیتونو توقعات بیان کړل.
ښاغلي توتاخېل وویل د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت او شته ستونزو حل په موخه د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم موخه د دغه علمي او اکاډمیک بنسټ د وجودي فلسفې پیاوړتیا او اغیزمن فعالیت دی.
په غونډه کې د علومو اکاډمۍ رئيس او مرستیالانو د دې ادارې د فعالیتونو په وړاندې شته ستونزې شریکې کړې او د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت د جوړې شوې طرحې تعقیب او تطبیق چارو کې یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه راز د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام او چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيسانو د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت طرحې کې د چارو ادارې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او پرېکړه وشوه، چې د علومو اکاډمۍ له لوري جوړه شوې طرحه به مطالعه او راتلونکۍ اونۍ به د کاري پرمختګونو او وړاندیزو د شریکولو ناسته وشي.