د هېواد د ځوانانو د ستونزو اوریدو په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د هېواد د مرکز او یو شمېر ولایتونو له ځوانانو سره د دوی د ستونزو، اړتیاوو او غوښتنو د اوریدو په اړه غونډه وکړه.
په غونډ‌ه کې لومړی د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د ځوانانو په اړه دهېواد د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوری شریک او وویل: ځوانانو ته پاملرنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.
وروسته، یو شمېر ځوانانو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې او له جمهوریت او ملي پروګرامونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې په پای کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس ژمنه وکړه، چې د ځوانانو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدو لپاره به پرله پسې غونډې جوړې او د دوی د ستونزو د حل او مشروع غوښتنو ته د سیده ګۍ لپاره به له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي وکړي.