د بې ځایه شویو او بیرته را ستنیدونکو د تثبیت او تعقیب طرحه وارزول شوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له مسوولینو سره د بې ځایه شویو او بیرته راستنیدونکو کډوالو د تثبیت، تعقیب او دوی سره د مرستو طرحه وارزوله.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د کنسرسیوم پروګرام رئیس جلال الدین وقاد په یو شمېر ولایتونو کې د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته په کتو سره وویل: " تراوسه د داخلي بې ځایه شویو او بیرته ستنیدونکو کره شمېر نه دی معلوم".
د هغه په وینا ، له کلونو راهیسې د راستنیدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو اړوندې موسسې هم د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو کره ارقام نه لري، چې له دې کبله په ډېرو برخو کې د فساد او حیف و میل زمینه مساعده شوې ده.
هغه زیاته کړه: وزارت په پام کې لري، چې د مالي فساد د زمینو ختمولو او مستحقینو د پېژندلو لپاره د احصائیې ادارې په همکارۍ په هغو ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو وېش چټک کړي، چې داخلي بې ځایه شوي پکې مېشت او نور کډوال ورته را ستنیږي.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال محمد شعیب وحدت د وزارت د دغه ګام په هرکلي سره وویل: " دې ته په کتو سره، چې د داخلي بې ځایه شویو او بیرته راستنیدونکو د تثبیت، تعقیب او ورسره د مرستو د تنظیم په اړه د اړوندو ادارو، موسسو او نړیوالو بنسټونو همغږي مهمه ده، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت دې په دې برخه کې د همغږۍ طرحه جوړه او د نورو اجرأتو لپاره د چارو ادارې ته واستوي".
نوموړي زیاته کړه، چې د یادې طرحې منطق دې د غونډې د ګډونوالو د نظرونو پر بنسټ ترتیب او له مرستندویو موسسو سره د همغږۍ په برخه کې د شته تشو د ډکیدو څرنګوالی واضح شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د یادو طرحو په اړه دې د همکارو موسسو رسمي موقف په رسمي ډول ترلاسه او له توحید څخه وروسته د یوه میکانیزم په بڼه له ادارو او پیش بیني شویو موسسو سره ترلاسه او په یاده طرحه کې شامل کړل شي.