20 کب 1399
د ځمکو د مدیریت د معلوماتي سیستم طرحه له اړوندو ادارو سره شریکه شوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د ساتنې او څارنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ له ښارجوړونې او ځمکو وزارت او کابل ښاروالۍ سره د ځمکو د مدیریت د معلوماتي سیستم د طرحې شریکولو په اړه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، د یادې طرحې جزیات د یوه پریزنټیشن په وسیله د اړوندو ادارو له استازو شریک او د قوت او کمزورۍ ټکیو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال وویل: دا طرحه مو د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې له مخې د ځمکو د مدیریت شته او عملي کیدونکو طرحو ته په کتو سره جوړه کړې، څو په دې برخه کې همغږي رامنځته شي.