د افغان - ترک د نړیوال ښځینه پوهنتون د جوړیدو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ او د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون په کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي افغان – ترک ښځینه پوهنتون د جوړیدو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د یاد شوي پوهنتون د جوړیدو د هوکړه لیک پر قانوني ستونزو معلومات وړاندې او وویل: د لوړو زده کړو وزارت په ټوله کې، د دغو ستونزو له حل وروسته د یاد شوي پوهنتون د جوړیدو غوښتونکی دی.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست مؤظف شو، چې د دغه تړون متن له کره مطالعې او ارزونې وروسته راتلونکې غونډې ته خپلې حقوقي حل لارې وړاندیز کړي.
دغه راز، د بهرنیو اړیکو د انسجام ریاست ته دنده ورکړل شوه، چې د جمهوري ریاست عالي مقام ته (د هېواد د نړیوالو پوهنتونونو ستونزو ته د رسیدنې د ګډې کمېټې) د جوړیدو په تړاو یادښت چمتو او واستوي.