د هېواد د مدني فعالانو د انسجام او ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د مدني فعالانو (د هزاره خلکو د سراسري شورا د غړو ) په ګډون د انسجام او ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب له نظام او جمهوریت څخه د مدني فعالانو د رغونکي رول له یادونې سره، د مدني ټولنو د ارزښت، د نظام په خوندیتوب او د سولې او جمهوریت څخه د ملاتړ په شان ملي بهیرونو کې یې د ونډې په اړه د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ.
د هزاره خلکو د سراسري شورا غړو له نظام، سولې بهیر او جمهوریت څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وویل: بې کاري، د مغزونو تېښته، د هېواد په لویو سیاسي موضوعاتو کې د مدني فعالانو نه مشارکت په مرکز او ولایتونو کې د مدني فعالانو او حکومت د واټن سبب شوي، چې د جمهوري ریاست چارو اداره دې ورته پاملرنه وکړي.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له نظام، جمهوریت او سولې بهیر څخه د مدني فعالانو د ملاتړ له کبله، په مننې سره وویل، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست به د دوی ستونزې او وړاندیزونه د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کړي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د مدني ټولنو او حکومت د ښه انسجام لپاره به د دوی او چارو ادارې ترمنځ دوامداره غونډې کیږي.