د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه کاري کمېټه جوړه شوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند د داخلي پلټنې د ریاست له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون ته د ځواب ویلو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې د عملي کیدو په موخه له اداري فساد سره د مبارزې په موخه د تخنیکي کمېټې جوړولو په تړاو د چارو ادارې د یو شمېر ریاستونو او جانبي واحدونو د استازو په ګډون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یادې کمېټې د رامنځته کیدو ترڅنګ د معلومات راټولولو د فورم ډکولو، د اداري فساد پر وړاندې د شته میکانیزمونو د وضعیت ارزولو او په دې اړه د مشخص عمل پلان د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون ته د ځواب ویلو او د معلوماتو او لاسته راوړنو د همغږي کولو لپاره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې سکرتریت رامنځته شي. دغه راز به د روانې اونۍ تر پایه، د کمېټې د داخلي دندو د اصولو طرزالعمل جوړ او د چارو د ښه مخته وړلو لپاره د کمېټې غړو ته وسپارل شي.