د افغانستان د مشارکت سند د چوکاټ (APF) په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه


د جینوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو او د افغانستان د مشارکت سند د چوکاټ (APF) په اړه د همغږۍ، بحث او نظرونو د تبادلې غونډه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې د سترسلاکار او اقتصاد وزارت د تخنیکي مرستیال په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجان رئیس شاه پور ژمن د افغانستان د مشارکت چوکاټ د سند (APF) او د سولې او پراختیا د دویم ملي سند (ANPDF II) په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال په دوو برخو( د جینوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو د پلان د مسودې او د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي سند) په اړه خپل توضیحات، نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسحان روف د اقتصاد وزارت د توضیحاتو، نظریاتو او وړاندیزونو د بحث کولو ترڅنګ وویل، چې د چارو اداره به د جینیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو په برخه کې له دغه وزارت سره لازمه همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د جینیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو د پلان عمل په مسوده کې به د اقتصاد وزارت نظرونه را ونغاړل شي. د دې ترڅنګ به دغه وزارت د سولې او پراختیا د دویم ملي سند په چوکاټ کې له مالیې وزارت سره همغږي وکړي.