د ډیجیټلي کیدو لومړنی کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د ډیجیټلي کیدو لومړنی کنفرانس د «افغانستان د ډیجیټلي بدلون پر لور» په نوم د معلوماتي ټیکنالوژۍ د لسګونه فارغانو په ګډون د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري د جمهوري ریاست په سلام خانې ماڼۍکې ترسره شو.
د کنفرانس ګډونوالو په اوو کاري ګروپونو کې د ډیجیټلي کیدو پر تخنیکي موضوعاتو بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه.
د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل: په نړۍ کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ له پرمختګونو سره، افغانستان لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه نه لري.
هغه له ټولو اړوندو متخصصینو وغوښتل، چې د هېواد د ډیجیټلي سیستم د جوړیدو لپاره خپل نظرونه د دولت رهبرۍ سره شریک کړي، څو حکومت یې له مخې د دغې برخې ملاتړ وکړي.
یاد شوی کنفرانس یو ورځينی دی او ټاکل شوې، چې پایلې یې د کنفرانس له پای ته رسیدو سره، د یوې طرحې په بڼه د هېواد له جلالتماب جمهور رئیس سره شریکې شي.