د کمال خان بند د پرانیستې د پروګرامونو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کمال خان بند د پرانیستې د پروګرامونو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د کمال خان بند د پرانیستې د کاري کمېټو د همغږۍ غونډه جوړه او د ترسره شویو چارو راپورونه وړاندې شول.

 په دې غونډه کې د کمېټو غړو د خپلو کاري راپورونو د شریکولو ترڅنګ د لاس لاندې پروګرامونو او پرمختګونو جزیات هم شریک او ژمنه وکړه، چې د عمل پلان پر بنسټ به د کمال خان بند د پرانیستې ټول پروګرامونه ترسره شي.

په پای کې پریکړه وشوه، چې د کمال خان بند د پرانیستې کاري کمېټې به خپله همغږي لا زیاته، تر راتلونکې یکشنبې د اړتیاوو کره نوملړ شریک او د بلې اونۍ چارشنبه کې به د خپلو کاري پرمختګونو کره راپور وړاندې کړي.