د افغانستان د مشارکت د سند چوکاټ(APF) او د سولې او پراختیا دویم ملي سند چوکاټ (ANPDF II) بحث شول

د جینیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو په اړه د همغږۍ، د افغانستان د مشارکت د سند د چوکاټ (APF) او د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي سند د چوکاټ (ANPDF II) په اړه د بحث غونډه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ستر سلاکار او د مالیې وزارت د پالېسۍ د مرستیال په ګډون جوړه شوه.
په پيل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان روف د یادو دوو سندونو د چوکاټونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام د چارو رئیس شاه پور ژمن د یادو سندونو او په جینیوا کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو د عملي کیدو د طرزالعمل د مسودو په تړاو تفصیلي معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت د پالېسۍ مرستیال د خپلو وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ د دغو اسنادو عملي کیدل، په جینیوا کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو د عملي کیدو لپاره مهم وګڼل.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د طرزالعملونو مسودې او د عمل پلان وروستی او دغه راز د جینیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو د تعقیب لپاره به انلاین سیسټم جوړ او ګټه به ورڅخه واخیستل شي.