هېواد ته د اضافي وزن لرونکو او بې اجازې وسایطو(روډپاس) د راتلو د مخنیوي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند، د بهرنیو اړیکو د انسجام ریاست د ملي امنیت شورا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ټولګټو، ترانسپورت، کورنیو چارو وزارتونو او ترافیک پولیسو د لوی ریاست د استازو په ګډون، هېواد ته د اضافي وزن لرونکو او بې اجازې وسایطو( روډ پاس) د راتلو د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.
د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام رئیس اتل شمس د یادو وسایطو د بې اجازې راتګ او اضافي وزن په اړه د بحث پر مهال وویل، چې د ګمرکونو او سرحدونو له لارې هېواد ته د داسې وسایطو راتګ هم مالیاتي ضایع رامنځته کړې او هم یې سړکونه ویجاړ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت استازي وویل، چې په یوه موټر کې د دوو موټرو د توکیو ځای پرځای کیدو( ترانسشیپ) ستونزه یې د ایران اسلامي جمهوریت سره شریکه کړې، خو ایراني لوری دا ستونزه د ځان اړوند نه ګڼي او وایي افغان حکومت دې یې حل کړي.
د مالیې وزارت استازي وویل، چې په ۵ ګمرکونو کې یې ډیجیټلي تلې فعاله کړي او په نورو کې د داسې تلو د فعالولو کار روان دی.
د ملي امنیت شورا دفتر استازي بیا د هېواد د بندرونو په وسیله د بې اجازې موټرو راتګ رد کړ او وویل: دا موټرې په هغو لارو هېواد ته راځي، چې ګمرکونه پکې نشته.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې په دې اړه به د مالیې وزارت او نورو اړوندو وزارتونو د مرستیالانو په کچه تعقیبي غونډه جوړه او د هېواد د سرحدي وضعیت د ارزولو په اړه به یې راپور د چارو ادارې ته واستول شي.
د دې ترڅنګ به د مالیې، ترانسپورت او ټولګټو وزارتونه هم د جمهوري ریاست چارو ادارې ته خپله ګډه طرحه واستوي.