د ۱۴۰۰ لمریزکال د نوروز لرغوني جشن او پروګرامونو د نمانځنې په اړه د تدابیرو د همغږي کولو په موخه غونډه وشوه


د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز د لرغوني جشن او نورو فرهنګي پروګرامونو د نمانځنې په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرهنګي سلاکار، د اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنیو چارو وزارتونو، علومو اکاډمۍ او ملي راډیو ټلویزون د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په پيل کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز لرغوني جشن او نورو فرهنګي پروګرامونو په اړه د معلومات ورکولو پر مهال وویل: د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د افغانستان دولت پریکړه کړې، چې د نوروز لرغوني جشن د فرهنګي میراثونو د ساتنې ورځې په مناسبت د بامیانو د بودا بوت د ویجاړیدو د یاد غونډې، په آذربایجان کې د نظامي ګنجوي په ترسره کیدونکي کنفرانس کې د ویډیو کنفرانس له لارې د جلالتماب ګډون او پيغام شریکولو او د خوشال خان خټک سیمینار په ترسره کولو، ملي ځان باورۍ ته کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوای شرق په دې برخو کې د وزارت د چمتووالي په تړاو وویل: " د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوروز لرغوني جشن د ترسره کیدو لپاره یوه طرحه چمتو کړې، دغه راز مو د هېواد د تاریخي او فرهنګي څېرو د یادونې په اړه پر یوه واحد طرزالعمل کار کړی، چې د طرحې د پياوړتیا لپاره د نورو ادارو نظرونه هم اخلو".
د علومو اکاډمۍ استازي د چارو ادارې له فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست څخه وغوښتل، څو د ملي یووالي د ټینګښت لپاره ملي او نړیوال پروګرامونه له کابله د باندې په ولایتونو کې ترسره کړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې طرحې په هرکلي سره ژمنه وکړه، چې د واحد طرزالعمل د عملي کیدو په برخه کې به یې د چارو اداره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.