د چارو ادارې په کوربه توب د جمهور رئیس په حضور کې د ځوانانو ملي بحث ترسره شو


د جمهوري ریاست د چارو ادارې په سلام خانې ماڼۍ کې د جلالتماب جمهور رئیس په لارښوونه د ځوانانو ملي بحث ترسره او پایلې یې د جلالتماب جمهور رئیس، لومړۍ مېرمنې او چارو ادارې لوی رئیس په حضور کې اعلان کړې.
دا بحث، چې د بېلابېلو سیمو تر اتو سوو پورې ځوانانو او ښځینه وو پکې ګډون درلود، ګډونوالو یې په دولسو کاري ګروپونو کې د سولې، دولت جوړونې او بازار جوړونې په اړه بحثونه وکړل.
وروسته، د دغو ګروپونو استازو جلالتماب جمهور رئیس ته د خپلو بحثونو پایلې وړاندې او د تلپاتې سولې، جمهوري نظام خوندیتوب او دفاع، دولت جوړونې، اوبو اوعوایدو مدیریت، بازار جوړونې او نورو برخو کې د دولت له پروګرامونو او د ازادو ټاکنو له لارې د واک د لېږد د اصل ملاتړ وکړ.
دوی ځوانانو ته په حکومت کې د پراخې ونډې او د دفاعي او امنیتي ځواکونو پياوړتیا ته د جمهور رئیس له ځانګړې پاملرنې هم مننه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د دغه ملي بحث د نظرونو په قدردانۍ سره له ځوانانو وغوښتل، چې په حکومتولۍ کې د ټولو قومونو د عادلانه ګډون د تامین غوښتنې د تحقق لپاره یې باید د الکترونیکي تذکرو اخیستو ته د خلکو پاملرنه زیاته کړي.
جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د چارو ادارې له رهبرۍ څخه د دغه ملي بحث د زر ممکنولو له کبله په مننې سره وویل: سوله زموږ اساسي اړتیا او هدف دی، د تحقق لپاره یې جدي کار کوو، خو ورسره هم مهاله، زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د جنګ په میدان کې برلاسي دي، چې په قربانیو او سرښندونو یې ویاړو.
جمهور رئیس د بحث د محورونو په اړه د خپلو لیدلورو له بیان سره زیاته کړه: سوله د پياوړي دولت او پياوړی دولت د پياوړي اقتصاد د رامنځته کیدو سبب کیږي، چې موږ پر همدغو درېیو محورونو جدي تمرکز لرو.