د چارو ادارې لوی رئیس د دیني بنسټونو استازو سره د همغږۍ په موخه ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر محمد قاسم حلیمي په مشرۍ د دیني بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د دغو بنسټونو استازو د خپلو یو شمېر ستونزو او د حل لپاره یې د جلالتماب جمهور رئیس د تعهداتو له یادولو سره، د چارو ادارې له لوی رئیس څخه د ستونزو او تعهداتو په تعقیب کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د دیني بنسټونو د فعالیتونو له قدردانۍ سره، د دیني بنسټونو او علماوو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوري بیان او د ستونزو د حل او تعهداتو د عملي کیدو په تعقیب کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.