د کمال خان بند د پرانستل کیدو په تړاو د هېواد په کچه د علمي، فرهنګي او ورزشي پروګرامونو د جوړولو د کاري کمېټو د همغږۍ ناسته وشوه


دغه غونډه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسجام ریاست له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د شاوخوا دولس وزارتونو او ادارو استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په پېل کې د چارو ادارې مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د کمال خان بند په اړه خبرې وکړې او د دغه بند ټولنیز، اقتصادي او تاریخي ارزښت په تړاو د جلالتمآب جمهوررئيس لیدلوری بیان کړ.
دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس د کمال خان بند د کاري پروسې د بشپړیدو او ذخیره شوو اوبو په تړاو جزیات شریک کړل.
د غونډې ګډونوالو د کمال خان بند له پرانستې مخکې او دغه راز د حمل دوېمه (د بزګر ورځ) چې ټاکل شوې د کمال خان بند رسما پرانستل شي، د خپلو ادارو له لوري د بېلابېلو علمي، فرهنګي او ورزشي برنامو د ترسره کیدو ډاډ ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي مقالو او سیمینارونو، د پوهنې وزارت په ښوونځیو، د ارشاد حج او اوقافو وزارت د علماوو او منبر له لارې، د ځوانانو معینیت د هېواد په کچه د ځوانانو د لسګونوغونډو، د بدنې روزنې ریاست، فوټبال فدراسیون او د کرکټ بورډ ادارې د کمال خان بند د پرانستې د ښه نمانځنې په موخه د هېواد په کچه د ټورنمنټونو جوړولو خبر ورکړ.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د کمال خان بند د پرانستې مراسمو کاري کمېټې خپلې چارې چټکې او همغږۍ زیاته کړي.