د چارو ادارې د لوی رئیس او د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ حضور کې د هېواد د روغتیايي سیستم د اصلاحي طرحې ترتیب په تړاو د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب په موخه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي او د عامې روغتیا وزارت سرپرست په ګډون د هېواد د روغتیا سیستم د اصلاحي طرحې ترتیب په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب په موخه د عامې روغتیا وزارت کې غونډه وشوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټرعبدالوحید مجروح وویل، د جمهوري ریاست عالي مقام له لوري په ورکړل شوو دولس ماموریتونو یې په شپږ کاري کمېټو کې کار جریان لري او د راتلونکي کال د حمل ترمیاشتې به نهایي طرحه جمهوري ریاست ته واستول شي.
دغه غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب په موخه کاري کمېټو د هېواد د روغتیا سکتور د ډیجیټل کولو، د تخصص د بشپړولو پروګرام اصلاح او تقنیني اسنادو، د ټولنیزې سرمایي د زیاتوالي په موخه پر طبي ټولنې او روغتیایي خدمتونو د خلکو د باور لپاره روایت جوړولو، د دولتي، انکشافي او بشردوستانه مرستو له پروژو څارنې او ارزونې، د صحي خدمتونو د زنځیروي ارزښت برابرولو، د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو د انډول برابرولو، خپلواکه روغتونونو او خپلواک بودجوي واحدونو ته د دولتي روغتونونو د حقوقي شخصیت د اصلاحاتو طرحې او تدریجي تغییر او د روغتیایي مراقبتونو د ایکو سیستم په اړه پریزینټیشنونه وړاندې کړل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب او کاري پرمختګ د ستایلو ترڅنګ زیاته کړه، د روغتیایي پرسونل د دوه شفټونو لپاره ستاسې غوښتنه په پرنسيپ کې د منلو وړ ده، خو باید بودجه، ظرفیت او اوسنی وضعیت مشخص شي.
ډاکټر فضلي وویل، د حکومت مشرتابه ته روغتیا سکتور کې بېځایه مداخله د منلو نه ده، ارزونه او څارنه باید پياوړي شي، د صحت برخه کې خصوصي سکتور د روغتیا وزارت ته راپور ورکوونکی شي، په تدارکاتو او استخدام کې خپلواکي په پام کې ونیول شي او روغتیايي خدمتونو زنځیري ارزښت ساده شي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ټینګار وکړ، چې په روغتیایي سکتور د خلکو اعتماد زیاتوالي کې د چارو اداره او ملي ټلویزیون هر اړخیزه همکاري کوي. دغه راز د جمهوري ریاست د چارو اداره د عامې روغتیا وزارت د اصلاحي طرحې نهایي کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.