د غلام خان بندر د فعاليت او عملياتي پلان د چټکټيا کاري کمېټه ناسته وشوه


د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد له لوري د 20 وزارتونو، خپلواکو ادارو او خصوصي سکتور استازو په ګډون د خوست ولايت د غلام خان بندر د ماسټر پلان، اوسني پراختيا، زيربناوو او تجهيزاتو برابرولو په موخه غونډه وشوه.
په پېل کې د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد رئيس عطاالله نصيب ګډونوالو ته د غلام خان بندر د اوسني وضعيت، د ساساکي شرکت له لوري د دغه بندر ماسټر پلان چمتوکولو، ګمرکي تاسيساتو او ضرورت وړ ځمکو په اړه هر اخيز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د غلام خان بندر د فعاليت کاري کمېټې غړو د خپلو اړوند کاري پرمختګونو او ستونزو راپورونه شريک او د ياد بندر د اقتصادي، ټرانزيټي او سيمه ييز اتصال ارښت په اړه نظرونه شريک کړل.
په غونډه کې امنيتي مسوولينو غلام خان بندر کې د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ، خو غوښتنه يې وکړه چې د سرحدي پوليسو کميسارۍ لپاره دې ګمرک ساحه کې ځمکه په واک کې ورکړل شي تر څو د قاچاق مخنيوي وشي.

د بهرنيو چارو وزارت استازي خوست ولايت کې د دغه وزارت د نمايندګۍ او د يو شمير هېوادونو له لوري د کونسلګرۍد پرانستل کېدو خبر ورکړ.

په پای کې د غلام خان بندر د ماسټر پلان تطبيق کې شريکو ادارو ته د اړوند چارو د چټکتيا او د کاري کمېټې د ناستو د دوام ټينګار وشو.