د ملي ترانو د ثبت او خپریدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د ملي ترانو د ثبت او خپریدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست اړوند، د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د ملي ترانو د ثبت او خپریدو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ملي راډیو تلویزون لوی ریاست او موسیقۍ ملي انستیتوت استازو ګډون درلود او د ملي ترانو د ثبت او خپریدو په اړه پکې بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې ملي راډیو تلویزون او موسیقۍ انستیتوت ته دې مجهزې سټډیوګانې تدارک او د موسیقۍ ملي انستیتوت دې د ملي ترانو په اړه خپله طرحه د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته واستوي.