په پوهنتونونو او ښوونځیو کې وړیا انټرنیټ ته د لاسرسي پروسې د چټکتیا په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عالي شوراګانو د چارو انسجام ریاست له لوري د اړوند وزارتونو او ادارو له استازو سره وړیا انترنټ ته د پوهنتونو او ښوونځیو د لاسرسۍ طرحې په تړاو د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته کې، ښوونځیو کې د کمپيوټر لب د جوړیدو او وړیا انټرنټ سره د ښوونځیو په نښلولو کې د رامنځته شوو ستونزو د حل په موخه د پوهنې، مخابراتو او معلوماتې تکنالوژۍ، لوړو زده کړو وزارتونو، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا)، ملی تدارکاتو، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو او د ملي پراختیا او افغان ټیلکام شرکتونو مسوولینو سره بحثونه وشول.
په پیل کې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام رئیس شاپور ژمن د دغې موضوع د ارزښت او استعجالیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د اړوندو وزارتونو او ادارو د مسوولینو له تخنیکي بحثونو وروسته پریکړه وشوه، څو د وروستیو پایلو د را ټولیدو په موخه یوه کاري ډله جوړه کړي، په ګډه د یادو ستونزو د حل په تړاو بیلابیلې تخنیکي ناستې ترسره شي او د مشخصو وړاندیزونو له توحید وروسته د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورا ته وړاندې شي.