د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس کابل کې‌د ايران سفير سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د ايران سفير ښاغلي بهادر امنيان سره وکتل.
دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو په اړه بحث او نظرونه شريک کړل.