د چارو ادارې لوی رئيس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزېرې سره د دولتي پروسو د ډيجټلي کولو په اړه بحث وکړ


د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرې معصومه خاوري سره وکتل.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزيري د دولتي ادارو ترمنځ د پروسو د ډيجيټلي کيدو د طرحې او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چمتو شوو طرحو عملي کيدو کې يې له چارو ادارې د همکاريو غوښتنه وکړه.
ډاکټر فضل محمود فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرې د چمتو شوو پلانونو هرکلی وکړ، د پروسو د ډيجټلي کولو بهير د چټکتيا ټينګار ترڅنګ يې ، له ياد وزارت سره د اسانتياوو او همغږۍ رامنځ ته کولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.