د چارو ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د‌ ناټو ملکي استازي سره د سولې د اجماع د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ښاغلي استيفانو پونتکورو سره وکتل.
دواړو لوريو د سولې اجماع او جمهوريت صف د پياوړتيا ترڅنګ، د جګړې او تاوتريخوالي پاي ته رسولو او دغه راز د تلپاتې سولې لپاره د نړيوالې اجماع رامنځته کيدو د حل لارو په اړه خبرې وکړې.