د جينيوا کنفرانس د ژمنو د تعقيب او عملي کولو د ميکانيزم د‌ عمل پلانونه چمتو شول

 

د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د‌ انسجام ریاست په نوښت د‌ جينيوا کنفرانس کې ‌د‌ افغانستان حکومت د ژمنو د عملي کولو، انسجام، همغږۍ، تعقيب او څارنې په موخه ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ کې د پريزينتيشن په ترڅ کې د جينيوا کنفرانس د ژمنو د‌ تعقيب طرزالعملونه، د تطبيق ميکانيزمونه او د عمل يو کلن او څلور کلن پلانونه وړاندې شول، د وزارتونو او ادارو دندې او مسووليتونه مشخص شول.
وزارتونه او ادارې بايد خپل پروګرامونه، پلانونه او پروژې د جينيوا کنفرانس د ژمنو د تعقيب د رهبرۍ بورډ سکرتريت ته وسپاري او د تاييد لپاره د شوراګانو او کابينې غونډو کې شريک شي.
د‌‌ دې پروسې تعقيب او همغږي د چارو ادارې په مشرۍ له نورو ادارو سره په ګډه همغږۍ ترسره کيږي.