د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو، د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او ښاروالانو د ټاکنو ترسره کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو، مالیې، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، ښځو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست، سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د احصایي او معلوماتو ادارې د رهبرۍ حضور کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د ښاروالانو د ټاکنو ترسره کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د ټاکنو خپلواک کميسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه چمتو او د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي شوراګانو، د ولسوالیو شوراګانو او ښاروالانو د ټاکنو ترسره کولو پلان چمتو شوی دی. میرمن نورستانۍ د ټاکنو پروسه کې له ټولو اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له برنامو او چمتو شوو پلانونو د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دغه کمېسیون ټولو غوښتنو ته به رسیدګي کیږي او د چارو اداره به له نورو ارګانونو سره په همغږۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چوپړ کې وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري خپلې برنامې او اړېن وړاندیزونه شریک او له اړوندو ادارو یې د همکاریو غوښتنه وکړه.