د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د ۱۴۰۰ کال پلانونو په اړه بحثونه وشول


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال، د سرچینو او اداري مرستیال، د سلاکارانو د انسجام رئیس، د مطبوعاتو رئیس او د جمهوري ریاست د یو شمېرسلاکارانو حضور کې د ۱۴۰۰ کال لپاره د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکارانو د کاري پلانونو د بحث په موخه غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکارانو د نوي مالي کال لپاره د خپلو برنامو او پلانونو وړاندې کولو ترڅنګ، د مشخص طرزالعمل مطابق د کاري استقامت تعیین او له چارو ادارې سره د همغږۍ د پیاوړتیا برخه کې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.
د چارو ادارې مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د هڅو ستایلو ترڅنګ وویل، د چارو اداره به د سلاکارانو د پلانونو ملاتړ او اړتیاوو پوره کولو لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.