د خصوصي سکتور د پراختیا د اجراییوي کمېټې د درېیم ګروپ (پرایسک) غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري د خصوصي سکتور د پراختیا د اجراییوي کمېټې د درېیم ګروپ (پرایسک) د غړو شپږمه غونډه وشوه.
په دغه ناسته کې د سکتوري تشبثاتو لپاره د جوازونو د پروسو د اسانه کولو او تعدد کمښت، د پانګونې د لارې نقشې ترسیم، د دولتي ځمکو او املاکو د ښې استفادې طرزالعمل څخه مقررې ته ارتقاء او په اساس یې ځمکې ته د پانګه والو د لاسرسي اسانتیاوو، د جواز د لغوه کلو د پروسې لنډولو، د خصوصي پانګونې د قانونو تعدیل، د شرکتونو د برنډ او اطلاع رسونې د میکانیزم پراختیا، د پانګونې د فرصتونو رامنځته کیدو په موخه د سیستمونو اصلاح کولو، له ښاروالۍ پورې اړوندو سکتوري جوازونو د بهیر ساده کولو او لګښتونو کمښت لپاره د ښاروالۍ د محصول د قانون یا مقررې تعدیل، د مالیاتي تشخیصیه نمبر د وېش پروسې اسانه کولو او دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت، مالیې وزارت، مرکزې احصایې ادارې او د پاسپورت عمومي ریاست ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک په اړه بحثونه وشول.
د وزارتونو د استازو له تخنیکي بحثونو او راپور وړاندې کولو وروسته پرېکړه وشوه، چې د پرایسک د غړو ادارو او د خصوصي سکتور استازو له لوري د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، مرکزې احصایې ادارې او د پاسپورت عمومي ریاست ترمنځ د هوکړه لیک د عملي کیدو له څرنګوالي څارنه وکړي.
ورته وخت کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو له دولتي ځمکو او ملکیتونو موثره ګټه اخیستل، له طرزالعمل څخه مقررې ته د ارتقاء برخه کې د خصوصي سکتور له استازو او د کسبګرو اتاق مسوولینو نظریات واخلي.