د چارو ادارې لوی رئيس د ایمرجنسي نړیوال روغتونونو له عمومي مشرې سره د کرونا واکسین د متوازن وېش په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ایمرجنسي نړیوال روغتونو له عمومې مشرې مېرمن روسلا ماکسي سره وکتل.
د ایمرجنسي نړیوال روغتونونو مشرې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنې ترڅنګ وویل، چې له یو شمېر غیرې دولتي بنسټونو"NGO" او د نړۍمطرح شخصیتونو سره یې د اړمنو هېوادونو وګړو لپاره د کرونا ویروس د واکسن مساویانه او عادلانه وېش په موخه ایتلاف رامنځ ته کړی او په خبره یې اوس د دغه واکسن توزیع کې تناسب او توازن په پام کې نه دی نیول شوی.
د ایمرجنسي نړیوال روغتونونو مشرې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوی رئیس وغوښتل چې د افغانستان حکومت د دغه ایتلاف غړی شي، ترڅو د نړۍټولو بېوزله هېوادونو لپاره د کرونا واکسین په انډولیز او عادلانه ډول توزیع شي.
ډاکټر فضل محمود فضلي په افغانستان کې د ایمرجنسي د نړیوال رغتونونو له همکاریو د مننې سربیره، د ذکر شوي ایتلاف له جوړیدو هر کلی وکړ ویې ویل، په دې اړه شوی وړاندیز به د هېواد له جلالتمآب جمهور رئيس سره شریک شي، ترڅو جلالتمآب جمهوررئیس شخصآ د دغه ایتلاف د چارو پر مخ بېولو کې همکاري وکړي.