د هېواد په کچه د بيلا بيلو ورزشي برخو سيالۍ جوړيږي

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له خوا د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د ملي راډيو ټلويزيون لوی رياست د با صلاحيته استازو په ګډون د په مرکز او ولايتونو کې د بيلا بيلو ورزشي لوبو د ټورنمنټونو د ترسره کيدو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
ټاکل شوې دا سيالۍ د1400 ه ش کال په مناسبت د سولې له پروسې او جمهوري نظام د ملاتړ په موخه د ولايتونو د بدني روزنې د آمريتونو او ولايتي رهبرۍ په همغږۍ جوړې شي.