د هېواد د ځوانانو د انسجام او ستونزو حل په موخه غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو چارو امرینو سره د ځوانانو د انسجام او ستونزو اوریدو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب له نظام او جمهوریت د ملاتړ برخه کې د ځوانانو نقش او ونډې په اړه خبرې وکړې او د نظام ساتنې، سولې او نورو ملي پروسو کې د ځوانانو د ملاتړ او اهمیت په اړه د جلالتمآب جمهوررئیس لیدلوری بیان کړ.
دغه غونډه کې، د ولایتونو د ځوانانو چارو امرینو په جلا جلا توګه له نظام، سولې بهیر او جمهوریت دفاع برخو کې خپل ملاتړ اعلان کړ، په ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د سترو غونډو او عامه پوهاي برنامو جوړولو لپاره له امریتونو سره د بودجې نه موجودیت، بې کاري، د امریتونو په تشکیلاتو کې د پرسونل کمښت، ورځ تر بلې په نشه یي توکو د ځوانانو روږدي کیدل او د هېواد په کچه د ځوانانو د امریتونو ترمنځ د ټول شموله میکانیزم نشتوالی خپلې لوی ستونزې یادې او د حل برخو کې یې د چارو ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د هېواد د ځوانانو چارو امرینو سره ژمنه وکړه، چې د چارو اداره به د جمهوري ریاست عالي مقام سره د ځوانانو د ذکر شوو ستونزو د حل وړاندیزونه شریک کړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو د امریتونو د ښې همغږۍ په موخه د واحد چتر میکانیزم رامنځ ته شي او د ځوانانو د امریتونو مالي ستونزو له سیمه ییزو ارګانونو سره شریکې شي.