د چارو ادارې لوی رئیس د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر سره د امن او ثبات ملي کنفرانس جوړیدو په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم سره د “د امن او ثبات ملي کنفرانس” جوړیدو په تړاو نظرونه شریک کړل.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د امن او ثبات ملي کنفرانس ترسره کیدو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، دغه وزارت د یاد کنفرانس جوړیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د چارو ادارې لوی رئیس د کنفرانس جوړیدو برخه کې د یاد شوي وزارت له چمتووالي د هرکلي ترڅنګ وویل، د سولې او ثبات تامین د افغان حکومت لومړیتوب دی او هڅه داده، چې هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات د جمهوریت تر سیوري لاندې تامین شي.