د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د ارشاد، حج او اوقافو وزير سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ارشاد حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي سره د هېواد ديني عالمانو د انسجام او ستونزو ته رسيدو او د حج فريضه او حاجيانو لپاره د اسانتياوو برابرولو په تړاو بحث وکړ.
د‌ چارو ادارې لوی رئیس وویل، د ارشاد حج او اوقافو وزارت بايد د لويو ملي پروسو د پياوړتيا او برياليتوب په موخه د علماوو انسجام او ستونزو حل په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ونيسي.