د چارو ادارې لوی رئيس د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې لوی رئيس معرفي کړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د انرژۍد خدمتونو د تنظیم ادارې لپاره نوی ټاکل شوی لوی رئيس ډاکټر محمد داوود میرزایي رسمآ معرفي کړ.
د اوبو د تنظیم د چارو ادارې لوی رئيس او د انرژۍد خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست خان محمد تکل ښاغلي میرزایي ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د انرژۍ د تولید برخه کې ډیرې طرحې او برنامې چمتو شوي او تر اوسه زیات کارونه هم ترسره شوي دي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د سرچینو او اداري مرستیال احمدالله نوید د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم عمومي ادارې د رئیس په توګه د ډاکټر داوود میرزایي د تقرر په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم ولوست.
د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې لوی رئیس محمد داوود میرزايي د جلالتمآب جمهوررئيس له تخصص پالنې او باور مننه وکړه، خپلې کاري برنامې یې په دریو برخو، د سټراټيژیو تدوین، ننګونو او حل لارو او د انرژۍ د سکټور سترې موخې بیان کړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د انرژۍد تنظیم لوی رئيس ته د بریاوو هیله وکړه او د انرژۍ له سکتور یې د جلالتمآب جمهور رئيس غوښتنې داسې بیان کړې: د ۱۴۰۳ کال پورې د ځان بسیاینې په موخه د چارو چټکتیا، په پراختیا کې توازن ته پام، له نوې ټکنالوژۍ ګټه اخیستل، د اړتیا په صورت کې د قوانینو او مقررو تدوین، له فساد سره مبارزه او د انرژي سکتور کې له اړوندو ادارو سره نږدې همکاري ده.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ژمنه وکړه، چې د ذکر شوو توقعاتو پوره کیدو په موخه به په شریکه له نږدې کار وکړي او دې برخه کې به لازمه همغږي او انسجام رامنځ ته کړي.