د چارو ادارې مرستیال د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله معرفي کړه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو چارو وزارت مشرتابه او کارکوونکو ته د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله حسنا جلیل معرفي کړه.
ښاغلي توتاخېل د کورنیو چارو او معادن او پترولیم وزارتونو کې د مېرمن جلیل کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د مېرمنو په تړاو یې د هېواد جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ. نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو چارو وزارت باید د پالیسیو جوړولو حالت څخه په اجرایوي وزارت بدل شي. دغه راز هڅه وشي ترڅو، د دغه وزارت پروګرامونه او پالیسۍ د ښځو پورې منحصر نه شي بلکې، کورنۍ چې د ټولنې اساس دی هم په نظر کې ونیسي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال زیاته کړه، د ښځو چارو وزارت برنامې او پالیسۍ باید په ملي کچه وي او د هېواد د ټولو میرمنو د غوښتنو او اړتیاوو مطابق جوړې شي.