د فارمسي پوهنځي او خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د فارمسي پوهنځي او خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ د همغږي کولو په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام  مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ غونډه وشوه، چې د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر ابراهیم شینواري او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رهبرۍ او استادانو پکې ګډون کړی و.
د چارو ادارې مرستیال د غونډې موخه له خوړو او درملو ملي ادارې سره د متخصصینو د روزنې لپاره د فارمسي پوهنځي د همکاریو همغږي کول وګڼل او زیاته یې کړه، چې یاده اداره به د درملو او خوړو محصولاتو د کیفیت کنټرولولو لپاره د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري پر بنسټ خپلې چارې مخته یوسي.
ډاکټر توتاخېل وویل، چې چارو اداره به دغې ادارې سره د چارو، بودیجې او اداري مسایلو په اسانتیا کې جدي همکاري وکړي.
د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر ابراهیم شینواري د هېواد د درملیز سکتور د کیفیت لوړیدو لپاره د خپلو پروګرامونو د بیانولو ترڅنګ د فارمسي پوهنځي له استادانو وغوښتل، چې په دې برخه کې هراړخیزه همکاري ورسره وکړي.
ښاغلي شینواري وویل، هڅه کوي چې د خوړو او درملو په کیفیت لوړولو کې د فارمسي د ټولو استادانو له تجربو ګټه واخلي او دغه اداره د بهیرونو روڼتیا تضمین کړي.
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رهبرۍ او استادانو په دې برخه کې د هراړخیزې همکارۍ د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، چې خواړه او درمل د خلکو پر ورځیني ژوند مستقیم اغېز لري او د کیفیت کنټرولولو لپاره یې اړتیاده، چې په دې سکتور کې د متخصصینو د حضور زمینه مساعده او لازم اصلاحات راوړل شي.