د امن او ثبات د ملي کنفرانس جوړېدو په تړاو بحث وشو


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال او دفتر رئیس په ګډون د امن او ثبات ملي کنفرانس او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د برنامو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس محبوب شاه محبوب ذکر شوو برخو کې د هېواد د جلالتمآب جمهوررئیس لیدلوری بیان کړ وېي ویل، لازمه ده چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قومونو د انسجام او د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو قبایلو د ستونزو حل لپاره هڅې وکړي، د اوږد مهاله برنامو په ترتیب سره یو ځل بیا خپل پخوانی ځای پیدا کړي.
دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د امن او ثبات ملي کنفرانس جوړیدو لپاره چمتووالی وښود او د دغه وزارت د اوږد مهاله برنامو او ترسره شوو کارونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل ویې ویل، د سرحدونو او قبایلو وزارت هڅه کوي له نورو ادارو سره په همغږۍ د سولې او ثبات ملي پروسو او د هېواد د قومونو انسجام چارو کې اغیزمن فعالیت وکړي.
په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو د پراختیا ټینګارهم وشو.