د هېواد د مدني فعالانو د ننګونو د بررسۍ په موخه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د مدني ټولنې د فعالانو د ستونزو او فرصتونو په اړه بحث وشو.
په دغه غونډه کې چې د ټولو ولایتونو د مدني ټولنو استازو د ویډیو کنفرانس له طریق ګډون کړی و، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب سره د مدني فعالانو ننګونې، شته فرصتونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز د مدني ټولنې استازو له جمهوریت، ملي برنامو او پروسو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې په پای کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس ژمنه وکړه، چې د مدني بنسټونو او اړوندو ادارو ترمنځ به همغږي ،همکاري او د دولت له چارو د مدني فعالانو د څارنې نقش پیاوړی کړي.